جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کپیټلېزم د کووېد۱۹پر وړاندې بحراني رول لوبوي
بسم الله الرحمن الرحيم
کپیټلېزم د کووېد۱۹پر وړاندې بحراني رول لوبوي

خبر:

ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په پای کې د سپینې ماڼۍ یو مشاور ته خبرداری ورکړی و چې که د کرونا پر وړاندې جدي اقدامات ونه کړو، نو زموږ لپاره به یو نوی فصل پرانيزي. مانا دا چې د کرونا ویروس د دې توانایي لري چې سلګونه زره امریکایان ووژني او اقتصاد به مو هم له خپل اصلي مسیر څخه تغیر کړي. سرچینه: (ګارډين)

تبصره:

دوې ورځې وروسته له هغې چې په واشنګټن کې د دغه ویروس مثبت پېښې ثبت شوې، ډونالډ ټرمپ د CNBC ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه وویل: «موږ به دغه ویروس په پوره ډول کنترول کړو، دا یو سړي له چین څخه راوړی او اوس نوموړی سړی هم روغ شوی دی». د فبروري ۲۹مه نه وه رارسېدلې(۶اونۍ وروسته) چې په هېواد کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه، نو د ټرمپ ادارې د خپلو لافو د تحقق لپاره په عملي اقداماتو لاس پورې کړ.

روغتونونو او لابراتوارونو ته په پوره ډول اجازه ورکړل شوه، تر څو په بېړه سره د کووېدـ ۱۹ تشخیص وکړي. دوی له څلورو تر شپږو اونیو داسې تېرې کړې چې فکر کېدو چې مرض له منځه تللی، لکه څنګه چې ټرمپ مخکې ګواښ  کړی و، مګر د ناکامې رهبرۍ له امله یې ډېرې ویرانوونکې پایلې په یاد هېواد کې رامنځ ته کړې. نن په ټوله امریکا کې له ۴۰ زرو زیاتې پېښې ثبت شوې دي. (سرچینه: CDC, April 10, 2020)

د امریکا ځواب باید د کتاب په متن کې راتلونکي نسل ته د ناورین پر وړاندې د امریکا د ناکامې هڅې په څېر درس ورکړل شي، ران کلین چې په ۲۰۱۴ ز کال کې یې د اېبولا پر وړاندې په مبارزه کې تر ټولو مخکې و، تازه یې د جورج ټاون پوهنتون کاري ټیم ته وویل: «چې د واشنګټن پېښه یوه ډېره عجیبه ناکامي ده». جېرمي کانینډېک چې له ۲۰۱۳ -۲۰۱۴ پورې یې د متحده ایالتونو په نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) کې د نړیوالو ناورینونو ته د امریکا له خوا د ځواب ورکولو مسوول و، دغه شپږ تېرې شوې اونۍ يې د مبارزې د دوران په نوم یادې کړې. نوموړي ګارډین ته وویل:« موږ په دغه نوي عصر کې د یو اساسي دولت او لوړې رهبرۍ په درلودو سره بیا هم د لویې ناکامۍ شاهدان یو». د نیویارک د بورس بازار له نیمایي څخه زیات په پوره ډول په دغه بحران کې رالوېدلی. د جنوري په ۳۰مه د روغتیا نړیوال سازمان نړیوال ترینګلی حالت اعلان کړ، هغه وخت ټرمپ وویل:«موږ یوازې پنځه نفر ناروغان لرو، نور هر څه په پوره ډول سم او جوړ دي». 

د دوو اونیو په تېرېدو سره کله چې حالت عادي و، موږ هیله درلوده چې نیم میلیون کارکوونکي به د بې کارۍ د بیمې غوښتلو لپاره اسناد وړاندې کړي، خو له دوو اونیو وروسته د دغو کسانو شمېر ۱۰میلیونو ته لوړ شو. امریکا له یو عجیبه اقتصادي ناورین سره مخ ده چې ښایي له نړۍ څخه یې شاته پرېږدي. پوښتنه دا ده چې دوی له دغه بحران څخه د وتلو لپاره تیاری لري؟ له دې څخه ښکاري چې هغه څه چې د دغه اقتصادي بحران لامل شوي، په ډېرې چټکۍ سره ټولو کپیټلیسټي هېوادونو ته به ورسېږي. خو خبره دا ده چې کانګرېس دوه ټرېلیونه ډالر د کرونا ویروس د مخنیوي او د اقتصاد د ساتلو لپاره ځانګړي کړل چې د ډېرو لپاره به اقتصادي ملاتړ شي. بد خبر دا دی چې داسې ښکاري چې که دغه ناورین د اونیو او یا میاشتو لپاره دوام وکړي، نو د هغو لپاره د پیسو لېږل ستونزمن کار دی چې هغوی همدا اوس اړ دي. 

د یو ډیموکراټیک ملت د رهبر په توګه، دا یوه لویه ناکامي ده چې وایي، دا د ډیموکراسۍ مرکز دی او کپیټلیستي سیستم نړۍ ته له دې ځای څخه سرچینه اخیستې او بیا همدلته له ستونزو سره مخ شو. د کانګرېس نمایندګان په دغه ګواښ پوهېدل، مګر مخکې له دې چې د امریکا د بورس بازار دغه شان تاریخي رکود ته لاړ شي، دوی په میلیونونو ډالر او خپل سهمونه هلته خرڅ کړي وو. دوی د کووېدـ ۱۹د خطرونو د مخنیوي لپاره د سناتورانو مجلسونه راوغوښتل، مګر تر څو چې دغه ویروس نه و راغلی، ټولو به ویل چې هر څه زموږ په کنترول کې دي. نیویارک ټایمز د دغو ډارنو نماینده ګانو په هکله وویل: «دوی کولای شي تغیرات راوړي، مګر دوی د خپلو ګټو په لټه کې دي او هر هغه هېواد هم دغه حالت لري چې د بشري سیستم (پانګوالي سیستم) په واسطه رهبري کېږي. کپیټلېزم خلک استثمار کړي او ديموکراسي یې خپل هوا او هوس ته پرته له قېمت څخه دلالي کوي او د دغه ټولنیوونکي ویروس په وخت کې به د خلکو لپاره ډېره لږ مرسته وکړي، پرته له دې چې له ۲-۳ سلنې د نړۍ هغه قدرت لرونکو ته به ګټه ورسوي.   

پانګوال له دغې موضوع سره په دریو پړاوونو کې معامله کوي: لومړی، غوښتل یې چې دغه ویروس پټ کړي، دویم، قرنطین او لږ لږ بندیز ولګوي، درېیم دا چې پوره په کور کې پاتې شي. د دغو دریو پړاوونو په سرته رسولو سره بیا هم دوی ونه شو کولای چې ستونزه حل کړي، بلکې اقتصاد ته یې نور هم تاوان واړولو او دغه ویروس نور هم زیات شو. لکه څنګه چې موږ یې په پانګوالي ټولنه کې وینو او غږ یې اورو دغو ستړیاوو او بې صبریو خلک ډېر وځورول.

سمه خبره دا ده چې د دغه ویروس پر وړاندې د الله سبحانه وتعالی د قانون له ویلو سره سم تدابیر ونیسو چې یاد قانون داسې وایی چې مرض له هر ځای څخه سرچینه اخیستې او له څه شې راپیدا شوی، نو باید ټولې سرچینې یې بندې شي تر څو د مرض اساس له منځه یووړل شي او روغ خلک په بل ښار کې چې هلته مرض نه وي، خپل کار ته دوام ورکړي او تولید وکړي.

په دې اړه په بخاري کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلاَ تَدْخُلُوهَا، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا»

 ژباړه: که ‎په ځمکه کې تاسو د طاعون په مرض باندې اخته شوئ، نو هغه ځای ته مه ورځئ او که په هغه ښار کې هم دغه مرض راغی چې تاسو پکې اوسېږی، نو تاسې له دغه ښار څخه بهر مه ځئ.

(بخاري)

اسلام وایي چې دغه مرض باید په همدغه ځای کې چې راپیداشوی، همدلته له منځه ولاړ شي او د یاد ځای خلک په خپل ځای پاتې شي او له نورو ځایونو څخه خلک دغه ځای ته رانه شي، دا د شریعت خبره ده؛ ځکه تر اوسه پورې صحیح او پرځای پاتې ده.

سمه پروسه چې په یاده سیمه کې له دغه ټولنیوونکي مرض مخنیوی وکړي، دا ده چې پر مرض اخته کسان باید قرنطین شي او پرته له لګښت څخه د ډاکټر تر پاملرنه لاندې وساتل شي، روغ کسان باید خپل کار ته ادامه ورکړي او ټولنیز او اقتصادي ژوند به هم ادامه پیداکړي، داسې نه لکه نن یې چې ټول بشري ژوند یې فلج کړی دی، تر څو بحران لاپسې ډېر او نورې ستونزې هم راولاړې کړي.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د محمد عادل له خوا

 

                       

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې